طالبان له تخار او کندز ولایتونو څخه د ۳۷ امنیتي ځواکونو له خوشې کیدو خبر ورکوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې ۲۰ امنیتي ځواکونه په تخار او ۱۷ هم په کندز ولایت کې د دې ډلې له بندخونې خوشې شوي دي.
د د جګړې د دواړو لوریو د بندیانو خوشې کیدنه، د افغانانو تر منځ خبرو پیل لپاره له اصلي مخ آړونو دي د آمریکا او طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستنې هوکړه لیک پر بنسټ باید زر حکومتي بندیانو د طالبانو له لوري او همدا راز پنځه زره طالب بندیان د حکومت له لوري له بنده خوشې شي.خو د یو شمیر طالب بندیانو خوشې کیدو پر سر اختلافونه او د تاوتریخوالي ډيریدو ظاهرآ د افغانانو ترمنځ خبرې له کړکیچ سره مخ کړې دي.
په دې وروستیو کې حکومت اعلان وکړ چې د طالبانو ۴۴۰۰ بندیان یې له بنده خوشې کړي دي،خو د ۶۰۰ نورو بندیانو له خوشې کیدو سره یې مخالفت ښودلی او ویلي دي چې دا کسان خطرناکه مجرمین دي،خو طالبانو بیا ویلي دي چې که چیرې د دې ډلې ټول بندیان د حکومت له بندخونې آزاد نشي،دا ډله به د افغانانو ترمنځ خبرو پیل لپاره چمتو نشي.