د طالبانو ډلې د لوی اختر په درییو ورځو کې بشپړ اوربند اعلان کړ.
د طالبانو ډلې مشر د لوی اختر په مناسب په دې پیغام کې ټینګار کړی چې طالبانو د خبرو د پیل لپاره اساسي ګام اوچت کړی او د افغانستان حکومت د بندیانو د خوشې کیدو درولو سره، د دې بهیر د ځنډیدو لامل شوی او امریکا هم د دوحې په هوکړه لیک په خپلو ژمنو عمل ندی کړی.
دا پیغام چې نن (درې نۍ، زمري اوومه)، خپور شو، ملا هبت الله په هغه کې څو ټکو ته ګوتڅنډنه کړې.
د دې ډلې مشر، ځان په افغانستان کې د سولې راوستلو د هوکړه لیک د عملي کولو په برخه کې ژمن بللی او له کورنیو لوریو یې غوښتي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل پر وړاندې خنډونه ژر لیرې کړي.
ملا هبت الله ټینګار کړی چې د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک لس ورځې وروسته د بندیانو د تبادلې د بهیر د نه بشپړیدو په څير؛ د دې سند نور مهم ټاکي هم لا تراوسه ندي پلي شوي او له نړیوالې ټولنې او امریکا څخه یې له تور نوملړ څخه د طالب مشرانو د نومونو د بهر کیدو، د دې ډلې په ځایونو د بریدونو او توغندیو د توغول کیدو د دریدو او د افغانستان په کورنیو چارو کې د بهرنیو لاسوهنو د پریکیدو غوښتنه کړې.
د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د حکومت د جګړه ییز مشرتابه پيغام څه دي؟
د ملي پوځ لوی درستیز، یاسین ضیا د را روان اختر په پار پیغام کې، له امنیتي ځواکونو غوښتي چې په کره توګه د “خپلې خاورې دفاع وکړي او دښمن وځپي.“
د پوځ لوی درستیز همداراز اعلان کړی چې د جګړو پرمهال هیڅ ډول سرغړاونه ونشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګران هیواد په دې اړه وویل؛ د افغانستان، چین، پاکستان او نیپال د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ویډیویي ناسته کې، د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره په هیواد کې د بیړني اوربند په اړتیا ټینګار کړی او له طالبانو یې وغوښتل چې ژر تر ژره د افغانستان له دولت سره د افغانانو ترمنځ خبرې پیل کړي.
د دوحې د هوکړه لیک د پلي کیدو د بهیر اوږدیدو، په وروستیو اوونیو کې د سیمې د یو شمیر هیوادونو او د افغانستان د تګلاریزو متحدینو اندیښنې راپارولې دي.
په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې د سولې د خبرو د آسانولو او د دې بهیر د چټکولو لپاره د سفرونو نوې لړۍ پیل کړې، ناروې ته رسیدلی دی. خلیلزاد او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر په لیدنه کې، د سولې د بهیر د پرمختګ پر وړاندې د خنډونو په لیرې کیدو ټینګار کړی.
له دې ټولو سره، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل، د حکومت او طالبانو د بندیانو تبادله، د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه د طالب مشرانو د نومونو بهر کیدل، د بهرنیو ځواکونو د هوایي عملیاتو دریدل او له نورور ترهګریزو ډلو سره د نه همکارۍ اړوند د طالبانو ژمنه، د دوحې د هوکړه لیک مهمې برخې وې چې د شنونکو په اند تراوسه هیڅ یوه برخه کې یې په بشپړه توګه نده عملي شوې.