1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د طالبانو پر وړاندې د هوایي بریدونو د ډیریدو او دوام اړوند د امریکا هیښتیا

Centcom-مک-کینزی
26 Jul 2021

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان وایي چې د طالبانو د پوځي عملیاتو د نه دریدو په صورت کې، امریکا به د دې ډلې پر وړاندې خپل هوایي بریدونه ډیر کړي.

 

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنت‌ مک‌کینزي چې د یوې نۍ شپې ماښام (زمري دریمه)، په کابل کې له خبریالانو سره خبرې کولې، په افغانستان کې د امریکا د شل کلن پوځي ماموریت د پایته رسیدو په درشل کې، په افغانستان کې د طالبانو په مرکزونو د خپلو بریدونو له ډیروالي خبر ورکړ.

هغه هیښتیا ورکړه چې د طالبانو د پوځي عملیاتو د نه دریدو په صورت کې به امریکا د دې ډلې پر ضد خپل هوایي بریدونه ډیر کړي.

مک کینزي زیاته کړه: “امریکا په تیرو څو ورځو کې د افغانستان د ځواکونو ملاتړ په موخه خپل هوایي بریدونه ډیر کړي دي که طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي مونږ په راتلونکو اوونیو کې د خپل ملاتړ دوام ته چمتو یو. مونږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په ډیره ښه توګه ملاتړ کړی او له حکومت سره یوځای مو کار کړی ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړو چې د جګړې لپاره بسیا سرچینې په واک کې لري.”

مک کینزي په داسې حال کې چې راتلونکې اوونې د افغانستان لپاره سختې ورځې په ګوته کوي، خو له دې سره هم مهاله سیاسي هوکړې ته خوښ دی؛ هغه د طالبانو بریا ناشونې بولي او کورنۍ جګړې هم د منلو وړ نه بولي.

هغه یاده کړه: “فکر کوم چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې به، دا چې حکومت د دې هیواد د دفاع وس لري، روښانه شي. فکر نکوم چې اسانه کار به وي، باور لرم چې سختې ورځې پر مخ پرتې دي. خو په دې باور یم چې مخ ته د تلو لاره ده چې یو سیاسي حل لارې ته زمینه برابروي. دا روایت نه منم چې کورنۍ جګړه به پیل شي.”

د دې ستر امریکايي پوځي په وینا، واشنګتن د بشپړ وتلو د بهیر وروسته به هم د فغانستان له پوځیانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

مک کینزي وویل: “مونږ حتې د اګسټ له ۳۱مې نیټې وروسته د افغانستان د سرتیرو ملاتړ ته دوام ورکوو. دا ملاتړ به له دې هیواده بهر ترسره شي. دا به د پام وړ بدلون وي او د افغانستان امنیتي سرتیرو ته دا فرصت ورکوي چې جګړه خپله پرمخ یوسي.”

حکومت د دې مرستو د ترلاسه کولو اړوند خوښبینه دی.

خو د هیواد د امنیتي بنسټونو  لوی ویاند، اجمل عمر شینواري نن (دوه نۍ، زمري څلورمه)، د دې په اړه چې امریکایي پوځیان له کومې سیمې د طالبانو پر وړاندې هوایي بریدونه ترسره کوي، وضاحت ورنکړ.

هغه د دې بریدونو څرنګوالی د پوځي راز برخه وبلله.