د افغانانو ترمنځ خبرو ته د طالبانو ډلې او حکومت نږدې کیدو سره سم، طالبانو پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل ته له خوشبینیو سره سره، خو لا هم د هیواد په ځینو برخو کې د جګړې اور تود دی. هغه جګړې چې په وروستیو کې دواړو لوریو ته درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
په تخار کې یو شمیر سیمه ییزو سرچینو ویلي چې د دې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ د طالبانو په یرغلیزو بریدونو کې، شپاړلسو امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور هم ټپیان شوي دي.
د تخار د والي ویاند، جاوید هجري د دواړو لوریو ترمنځ د نښتې پخلی کوي. هغه له آرزو سره په مرکه کې ویلي چې په دې نښته کې طالبانو ته هم درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بغلان ولایت هم تیره شپه (یوه نۍ شپه)، د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې شاهد وو.
د بغلان د پولیسو ویاند، جاوید بشارت، رسنیو ته ویلي چې د دې نښتې په پایله کې، څلوور سیمه ییزو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵ تنه نور هم ټپیان دي.
د هغه په وینا، په دې نښته کې د طالبانو ډلې د ګڼو ډلمشرانو په ګډون، ۲۵ تنه طالب جنګیالي هم مړه او ټپیان شوي دي.
له بلې خوا، تیره شپه ناوخته، طالباو د بلخ په زاري ولسوالۍ کې په یوه کلي او د مزار-جوزجان د لویې لارې په اوږدو کې بریدونه کړي.
که څه هم سیمه ییزې سرچینې په دې نښتو کې امنیتي سرتیرو د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړی، خو د بلخ د والي ویاند، منیراحمد فرهاد آرزو ټلویزیون ته د دې مرګ ژوبلې اړوند جزییات ورنکړل.
د ګزارشونو پر بنسټ؛ د طالبانو ډلې تیره شپه په زابل ولایت کې د امنیتي ځواکونو په ګڼو اډو هم یرغلیز بریدونه ترسره کړي، چې په دې بریدونو کې د پوځ شپږ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
له دې سره، د ملي امنیت عمومي ریاست، په دې وروستیو کې هیواد په ناکرارو سیخمو کې د عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکوي او د اطلاعاتو پر بنسټ، په تیرو ۲۴ ګړیو کې د دې عملیاتو په پایله کې، په میدان وردک ولایت کې نهه طالب جنګیالي نیول شوي او په نورو ولایتونو کې د دې ډلې په ګڼو پټځایونو بریدونه شوي.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک