1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د طالبانو په لاس د فاریاب د المار ولسوالۍ سقوط

فاریاب-1536x1087
11 Mar 2021

د فاریاب المار ولسوالۍ له نن غرمې وروسته (د کب۲۱) د طالبانو تر ولکې لاندې راغله.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالمنان قاطع آرزو ټلویزیون ته وایي د المار ولسوالۍ له شلو ورځو راپدخوا د طالباتو تر ولکې لاندې وه.

ښاغلی قاطع زیاتوي چې ۲۰ تنه هغه سرتیري چې د دې ولسوالۍ د امنیې قومندانې په ودانې کې کلابندې وو خپل ځانونه یې ژغوړلي او بلې پوستې ته لیږدول شوي او د پاتي نورو سرتیرو له برخلیک څخه خبر نشته.

د ولایتي شورا دا غړی ټینګار کوي چې مرستندویه ځواکونه د فاریاب د پولیسو قومندان په مشرۍ چې تیره ورځ د طالبانو د شاتنبولو لپاره دې ولسوالۍ ته لیږدول شوي وو په لارو کې د طالبانو لخوا د ماین خښولو له کبله مخته ولا نړل.

ښاغلی قاطع مرکزي او سیمه ییز پازوال د المار ولسوالۍ په تړاو د نه برنامې درلودلو له امله په بې غوړې تورنوي.

خو د ملي دفاع وزارت د دې ولسوالۍ سقوط ردوي او وایي دفاعي او امنیتي ځواکونو په المار ولسوالۍ کې د عملیاتو په لاره اچولو سره د دولت مخالفینو ته درنده مرګ ژوبله اړولی، ډیرې سیمې هم د طالبانو له شتونه چڼ شوي، یوه پوسته چې د دې ډلې تر ولکې لاندې وه خوشې شوه او دمګړۍ دا ولسوالۍ د امنیتي او ملاتړي ځواکونو تر واکمنې لاندې ده.