| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د طالبانو په یرغلیزو بریدونو او چاودنو کې د پوځیانو مرګ ژوبله
22 Dec 2020
په کندز کې د طالبانو د یرغلیز برید او فاریاب کې چاودنې، د ۲۰ ډيرو امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده؛ د کندز د چهادرې ولسوالۍ د پولیسو مشر هم د قربانیانو په ډله کې دی.
د طالبانو او د دولت د مرکچي پلاویو د رخصتیو پر مهال د اوربند ټینګښت لپاره د هیوادوالو د غوښتنو سره سره، خو په هیواد کې د جګړې اور همداشان تود دی.
تیره شپه د کندز په چهار درې ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې، د دې ولسوالۍ د پولیسو قومندان محمد عمر صالح له څلورو نورو ځواکونو سره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او لس تنه هم ټپیان شوي دي.

د کندز د ولایتي شوار غړي غلام رباني رباني آرزو ټلویزیون ته وویل چې طالبانو تیره شپه په چهاردرې ولسوالۍ برید کړی وو. د هغه په وینا د چهاردرې ولسوالۍ د پولیس مشر محمد عمر صالح له طالبانو سره په نښته کې له خپلو نورو ساتونکو سره خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس تنه نور هم په دې نښته کې ټپيان شوي دي.
د کندز امنیتي پازوال، پر دې ولسوالۍ د طالبانو د برید پخلی کوي.
د کندز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وویل چې د دواړو لوریو ترمنځ په نښته کې، لږ تر لږه پنځه طالب جنګیالي وژل شوي دي.
تیره شپه، طالبانو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ یرغلیز بریدونه کړي دي.
د بغلان ولایت ولایت چارواکو ویلي، په مرکزي بغلان ولسوالۍ د طالبانو په یرغلیز برید کې، څلورو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په همدې حال ګې د فاریاب دولت اباد ولسوالۍ هم تیره شپه د یوې چاودنې شاهد وه.

د فاریاب والي آرزو ټلویزیون ته وایي طالبانو د دې ولسوالۍ په بازار کې یو موټربمب ته چاودنه ورکړه چې په پایله کې دوه پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د پوځیانو په ګډون څه د پاسه لس تنه نور هم ټپیان شوي.
هغه زیاته کړه چې په دې پيښه کې سلګونه هټۍ او لسګونه کورونه ویجاړ شوي او یو شمیر ټپیان تراوسه خاورو لاندې ګیر پاتي.
د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش رسنیو ته ویلي چې په دې پيښه کې درې پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور هم ټپیان دي.
که څه هم حکومت پدې وروستیو کې په پلازمېنه او یو شمیر لویو ښارونو کې د امنیتي میثاق په نوم لوېې امنیتي برنامه پیل کړې، خو لاهم د جګړو او ترهګریزو بریدونو کچه نده ټیټه شوې.

