1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د طالب بندیانو د خوشې کیدو لړۍ،حکومت خپله وروستۍ پریکړه نیسي

طالب-1
05 Jul 2020

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي،د طالبانو له لوري د ټولو امنیتي ځواکونو خوشي کیدل د تبادلې په لړۍ کې د حکومت لپاره یو اصل دی.

ولسمشرغني درې ورځې مخکې وویل چې حکومت په روانه اوونۍ کې،د طالب بندیانو خوشې کیدو په اړه خپل نوی دریځ اعلانوي.

د ولسمشر ویاند نن (یوه نۍ چنګاښ ۱۵/جولای ۵) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې تر نن ورځې نا وخته به حکومت خپله پریکړه اعلان کړي.

ښاغلي صدیقي د هغو امنیتي ځواکونو خوشې کیدنه چې د طالبانو په بندخونه کې دي د بندیانو د تبادلې په بهیر کې له اساسي مخ آړونو بللي دي.

د سولې د ولسي ټولنې مشر او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال چارواکی د دې په ویلو سره چې حکومت د نن ورځې تر پایه د څلور سوه (۴۰۰) طالب بندیانو خوشې کیدو په اړه پریکړه کوي همدا راز وایي چې یوشمیر دا بندیان به د حکومت په بند کې پاتې شي.

حکومت تر اوسه ۳۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي او طالبان هم ادعا کوي چې ۵۰۰ حکومتي بندیان یې له بنده آزاد کړي.د دوحې هوکړې پر بنسټ څه باندې زر (۱۰۰۰) طالب بندیان او همدا راز ۵۰۰ حکومتي بندیانو د یو بل په بندخونه کې دي.

مخکې له دې د یوشمیر طالبان قوماندانو د خوشې کیدو پر سر اختلافونو اړوند راپورونه خپاره شول چې ترې د بندیانو د خوشې کیدو په لړۍ کې ځنډ لامل وګڼل شو.

د بندیانو د لړۍ په بشپړیدو سره به د قطر په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویانده ناجیه انوري وویل چې حکومت په هیواد کې سولې ټینګښت ته ژمن دی او په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو لپاره چمتو والی نیول شوی دی.

حکومت همدا راز په روانه اوونۍ د سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې ټلوالې پیاوړتیا په موخه درییو ناستو مشري او کوربه توب کوي.لومړنۍ ناسته د سیمې له نږدې ۲۰ هیوادونو سره،دویمه ناسته له پاکستان او چین سره درې اړخیزه ناسته او همدا راز دریمه ناسته به هم د نړۍ له هیوادونو سره ترسره شي.