1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د عاشورا له ورځې نمانځنه

حسینی
10 Sep 2019

د محرم الحرام په ورځو کې سوګ نیونه،د مسلمانانو له پخوانیو دودونو څخه دي چې د امام حسین علیه سلام او د هغه ۷۲ یارانو د شهادت په ویر ترسره کیږي.

د مسلمانانو په آند،حسیني عاشورا د ظلم او استبداد پر وړاندی د امام حسین دریدل بلل کیږي.

په ۶۱م  هجري قمری کال کې کله چې د یزیر په واکمنې د هغه وخت د حکومت ظلم خپل آخری حد ته رسیدلی وو،د اسلام د ستر پیمامبر لسمی،د حضرت علی کرم الله وجهه او فاطمه الزهرا زوی امام حسین علیه سلام د دې بی عدالتیو او استبداد پر وړاندی ودرید.

په پاي کې امام حسین ع سلام له خپلو ۷۲ یارانو سره د کربلا په نی نوا دښته کې د یزید د ۳۰ زرو جګړه مارو پر وړاندی جګړه وکړه او به شهادت ورسید.

له دې پیښې وروسته،د یزید لښکر په ډیرې بی رحمۍ سره د امام حسین ع سر د هغه له تنه جلا او د غشي په سر یې کیښود.

د امام حسین علیه سلام کورنۍ هم د یزید د ناځوانه لښکرو له ظلم او استبداد څخه خوندي پاتي نشول.

امام حسین علیه سلام له په شهادت رسیدو وروسته د خپلو پلویانو ترمنځ د سید الشهدا لقب واخست چې تر اوسه هم د سرور شهدا په نوم تری یادونه کیږي.

مسلمانان د امام حسین قیام او د عاشورا ورځ تصادفي نه بولي،وایې چې دا دریدل الهی پیغام لري او د ظلم او استبداد پر وړاندی د عدالت،انډول والی او خپلواکۍ پر بنسټ ده.

اوس د نړۍ مسلمانان او ستر پوهان د ظلم او بی عدالتیو پر وړاندې د امام حسین علیه سلام دریدل تر ټولو ستر درس او له بد مرغیو د ژغورنې لار بولي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي