د کورنیو چارو وزارت د عاشورا د ورځې په مراسمو کې د امنیتي تابیاو تر لاس لاندې نیولو خبر ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت لوی امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع د عاشورا د ورځې د مراسمو د ولسي امنیت د کمېسیون له غړو سره په لیدنه کې ویلي دي چې د تابیاو تر لاس لاندې نیولو سره سره،اړتیا ده ترڅو خلک له پولیسو سره په اړیکه کې اوسې او هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي قانع ټولو امنیتي حوزو مشرتابه ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي کړنلارې پر بنسټ،د جوماتونو،تکیه خونو او نورو مذهبي ځایونو امنیت ټینګ کړي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال همدا راز د حوزو آمرینو ته هیښتیا ورکړې ده چې هیڅ راز بې غوري د منلو نه ده او هغه منسوبین چې د خلکو د امنیت په ټینګښت او خپله دنده کې بې غوري وکړي له دندو ګوښه او عدلي او قضایي بنسټونو ته به وپیژندل شي.