1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د عبدالله او غني ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک د لاسلیک ځنډیدل

223-2
11 May 2020

عبدالله عبدالله ته یو شمیر نږدې کسان وایي چې ځینې کسان هڅه لري چې د ارګ او سپیدار ترمنځ سیاسي خبرې سبوتاژ کړي.

 

د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر او په تیرو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله پلوي، سیداسحاق ګیلاني ویلي چې په سیاسي هوکړه لیک کې د وضاحت له کبله، د دې هوکړه لیک لاسلیک ځنډیدلی دی.

هغه زیاته کړه که څه هم یو شمیر کړۍ د ارګ او سپیدار ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک د سبوتاژ هڅه لري، خو دوی هیله مند دي چې دا هوکړه لیک لاسلیک شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د دې پخلی کوي چې د دواړو لوریو ترمنځ سیاسي خبرې لا هم روانې دي.

د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال، دواخان مینه پال په دې اړه وویل: د دواړو لوریو ترمنځ په مهمو مواردو سیاسي خبرې روانې دي. دواړه لوريو ډیرو پرمختګونو ته لاسرسی موندلی دی.

په دې منځ کې، د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ ویلي چې د هیواد عدلي، قضایي او څارنیز بنسټونه باید د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له هر ډول هوکړې او معاملې لیرې وساتل شي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ اجرایي مشر، اکرام افضلي په دې اړه وویل: د دواړو لوریو ترمنځ په حکومتي بنسټونو د هر ډول معاملې په صورت کې، د افغانستان دولت راتلونکی به له جدي ګواښونو سره مخ شي.

دا بنسټ هیښتیا ورکوي چې پر دې بنستونو د سیاستوالو هر راز معامله او هوکړه، له فساد سره مبارزه او اصلاحات ناکامه کوي او په ټوله کې د هیواد عدلي او څارنیز بنسټونه به سیاسي کړي. د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې برخه کې د معاملې مخنیوی وکړي.