| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مسکو په ناسته کې د ګډون لپاره د افغانستان پلاوی روسیې ته ځي
16 Mar 2021
تمه ده سبا (څلورنۍ، کب اووه ویشتمه)، د افغانستان دولت او طالبانو پلاوي د سولې بهیر ګړندي کیدو لپاره مسکو ته ولاړ شي.
دا ناسته یو حساس پړاو ته د سولې خبرو اترو د رسیدلو په معنا ده. د طالبانو ویلي چې د ملابرادر په مشرۍ د دې ډلې لس کسیز پلاوی به دې ناسته کې ګډون وکړي؛ خو د افغانستان دولت د پلاویو او سیاستوالو نوملړ شاوخوا څورلس تنو ته رسیږي.
دا نوملړ چې په ملي روغې جوړې لویې شورا کې د یوې سرچینې لخوا تایید شوی په هغې کې د ملي روغې جوړیې لویې شورا د مشر او ځینو غړو په ګډون د دولت مرکچي پلاوي یو شمیر غړي هم حضور لري.
خو ولسمشرۍ مانۍ بیا د پلاوي د جوړښت په تړاو څه ندي ویلي.
عبدالله عبدالله، میر رحمان رحماني، حامد کرزی، مارشال عبدالرشید دوستم، محمد کریم خلیلي، گلبدین حکمتیار، بابر فرهمند، سید سعادت منصور نادري، محمد معصوم ستانکزی، متین بیک، احمد نادر نادري، حبیبه سرابي، محمد علم ایزدیار او غیرت بهیر هغه کسان دي چې په دې نوملړ کې شامل دي او تمه ده سبا د څلورنۍ په ورځ مسکو ته سفر وکړي.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا رسنیز سلاکار، مجیب رحمان رحیمي په دې تړاو وویل: “د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي روغې جوړې شورا تر چتر لاندې په دې ناسته کې ګډون کوي او له یوه واحد دریځ څخه د افغانستان اسلامي جمهوریت لیدلوري مطرح کوي.”
د مسکو په ناسته کې د امریکا، چین او پاکستان هیوادونو استازي به هم حضور ولري.
د ګزارشونو پر بنسټ، زلمی خلیلزاد به په دې ناسته کې له امریکا استازيتوب وکړي. ښاغلی خلیلزاد دمګړۍ په کابل کې دی. هغه د دونۍ په ورځ ناوقته له ولسمشر غني او عبدلله عبدالله سره په جلا جلا توګه لیدنه کړې ده.
د ولسمشر د ویاند مرستیال، دواخان مینه پال وویل چې ښاغلي خلیلزاد د خپلو وروستیو سفرونو په تړاو ولسمشر ته ګزارش ورکړ او دواړو لوریو د سولې د بهیر اړوند خبرې وکړې.
له بلې خوا، د ملي روغې جوړې لویې شورا هم ویلي چې د عبدالله عبدالله او خلیلزاد ترمنځ په دې ناسته کې د سولې په بهیر کې د پرمختګونو او بدلونونو، د ملي روغې جوړې لویې شورا د کمېټې وروستۍ پریکړې، د مسکو او ترکیې ناستو او د خبرو اترو د بهیر ګړندیتوب او تاوتریخوالي کمیدو په اړه بحث شوی دی.
ښاغلي خلیلزاد په خپل څو ورځي مخکیني سفر کې د سولې انتقالي حکومت طرحه له حکومت او سیاستوالو سره شریکه کړه. په تیره یوه اوونۍ کې د دولت عالي شورا او د ملي روغې جوړې لویې شورا دواړو د امریکا طرحه وارزوله؛ خو د هغوې پریکړه لا هم نده شریکه شوی.
