1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د عدلیې وزارت: د انسان قاچاق د نشه یي توکو له قاچاقه لږ ګواښوونکی ندی

عدلیه
15 Nov 2020

د عدلیې وزارت واکپال، د جګړې دوام او فقر، په هیواد کې د انسان د قاچاق دوه لامله بللي او تر دوو اوونیو یې د انسان د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د ملي عمل برنامې د وروستۍ کیدو خبر ورکړ.

 

د انسان د قاچاق دوام او په دې برخه کې د افغانستان حکومت مبارزه، تل د ملي او نړیوالو بنسټونو له لورې له نیوکو سره مله شوې، خو حکومت تل د دې پدیدې د کمیدو لپاره د هڅو خبر کړې ده.

د انسان او کډوالو د قاچاق پر پر وړاندې د مبارزې لوی کمیسیون چې ۱۶ دولتي او نادولتي بنسټونه یې غړیتوب لري، نن (یوه نۍ، لړم۲۵)، په یوې ناسته کې، د انسان د قاچاق ګواښ، په هیواد کې د نشه یي توکو د قاچاق په څیر ګواښوونکی وباله.

د عدلیې وزارت واکپال او د دې کمیسیون مشر، فضل احمد معنوي وویل: د انسان د قاچاق سکالو په افغانستان کې د نشه یي توکو د قاچاق له موضوع لږه نده. په هماغه کچه چې د نشه يي توکو قاچاق ټولنې ته تاوان رسوي، د انسان او کډوالو قاچاق هم ټولنه زیانمنوي.

هغه وویل چې د افغانستان دولت، دا مسئله جدي ګڼلې او له پخوا څخه یې په ملي او نړیواله کچه جدي هڅې کړي چې د دې پدیدې مخنیوی وکړي.

د عدلیې وزارت واکپال زیاته کړه چې د انسان او کډوالو د قاچاق تر ټولو بده پایله، د ماشومانو جنسي ګټنه ده چې له بده مرغه کیږي او باید یې پر وړاندې مبارزه شي.

په همدې حال کې، د بشر حقونو خپلواک کمیسیون، ښځې او ماشومان د دې پدیدې اصلي قربانیان یادوي او د بچه بازۍ یا قاچاق شویو ماشومانو د جنسي ځورونې اړوند ګزارشونه د اندیښنې وړ بولي.

د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنره، بنفشه یعقوبي د اندیښنې ښودلو سره، له حکومت څخه په هیواد کې د انسان قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره، د اغیزمنې څارنې غوښتنه لري.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د انسان د قاچاق کوونکو د نیولو اړوند شمیرنه نه ورکوي، خو لویه څارنوالي وایي چې د سږکال له پیله تراوسه، د انسان د قاچاق ۵۵ دوسیو ته رسیدنه شوې ده.

د انسان د قاچاق او د ماشومانو د جنسي ځورونې اړوند په داسې حال کې اندیښنې ښودل کیږي چې څو مودې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انسان د قاچاق او د امنیتي ځواکونو ترمنځ د بچه بازۍ پدیدې اړوند کلنی ګزارش خپور کړی وو او په هغه کې یې په دې چارې نیوکه کړې وه، خو د کورنیو چارو وزارت دا ګزارش رد کړ.