1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د عمان د پادشاه د مړینې له کبله په دې هیواد کې درې ورځې ملي ویر اعلان شو

IMG08562588
11 Jan 2020

د عمان د پادشاه سلطان قابوس له مړینې وروسته،د سلطنتي کورنۍ شورا، هیشم بن طارق آل سعید د دې هیواد د نوی پادشاه په توګه وګماره.

نوی پادشاه ۶۵ کاله عمر لري او د سلطان قابوس د تره زوی دی.

د عمان د سلطنتي کورنۍ شورا چې له ۵۰ نارینه کسان یې غړیتوب لري،درې ورځې یې مهال درلود چې د دې هیواد نوی پادشاه وټاکی او دا شورا توانیدلې نه وای به دې مهال کې نوی پادشاه ټاکلی وای،د دې هیواد قاضی القضات له نورو ځواکونو سره یو ځای،یوه ټاپه شوی لیک پرانسته چې په کې سلطان قابوس په پټه خپل ځایناستی وړاندیز کړی وو.

د عمان په حکومتي جوړښت کې،پادشاه هر کاره ده او د هیواد د لومړي کس تر څنګ د ځواکونو ستر قوماندان،لومړی وزیر،د دفاع وزیر د بهرنیو چارو وزیر او د مالیې وزیر هم دی.

د ویلو ده چې سلطان قابوس تیره شپه د سرطان نا روغۍ له کبله په ۷۹ کالنۍ عمر ومړ،او زوی نه درلود او په ښکاره توګه یې خپل ځایناستی هم نه وو اعلان کړی.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي