امریکا د افغانستان له دولت څخه د ښاغلي غني د لوړې د مراسمو د ځنډولو له کبله مننه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلانپاڼه کې چې د درې نۍ په ورځ (د کب ۶/ فبرورۍ ۲۵) خپره شوه، د سیاسي ناندرو له ډیریدو اندیښنه ښودل شوې او ویل شوي چې اوس هغه مهال نه دی چې پر ټاکنیزو سیاستونو ځیرنه وشي، او باید د تل پاتې سولې، د جګړو پر پای او د روغې جوړې لپاره د حل لارې په موندلو ځیرنه وشي.
په اعلانپاڼه کې همداشان ټينګار شوی چې د قانون پر بنسټ دې ټاکنیزو اندیښنو ته رسیدنه وشي او د افغانستان راتلونکی حکومت، ټول شموله او د ټولو افغانانو د هیلو ښکارندوی و اوسي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته چې ښاغلی غني یې د بریالي په توګه اعلان کړ، په ټاکنو کې د ښاغلي غني سیال، عبدالله عبدالله دا پایله ونه منله او ویلي چې ټول شموله حکومت به جوړ کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې ګواښونو ته په ګوتڅنډې سره هم ویلي: “له بی ثبانه ګامونو چې د موازي حکومت جوړیدل هم په کې شامل دي او د اساسي قانون سره په ټکر کې دي، ډډه وشي. داشان ګامونه د افغانستان ځواکمنتیا او ملي یووالی چې امریکا یې ملاتړ کوي، له پوښتنو سره مخامخوي.”
ژباړه: نجلا مایار