1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د غور د اوسیدونکو غوښتنو ته په رسیدنې د ولسمشر ټینګار

84831861_2694862660589959_3702482682140164096_n
03 Feb 2020
ولسمشر غني یوځل بیا د غور د اوسیدونکو غوښتنو ته په رسیدنې ټینګار کړی.
ښاغلي غني په یوه ویډیویي کنفرانس کې ویلي دي چې د مالیې او ټرانسپوړت وزارتونه مسوولیت لري ترڅو د غور ۴۰ کیلومټره واټ جوړیدو تدارکاتي چارو ته چټکتیا ورکړي او د دې ولایت پنځه میګاواټه لمریزې بریښنا په اړه هم لاس په کار شي.
په دې انځوریز کنفرانس کې، د غور ولایت اوسیدونکو د هرات-غور د واټ د بیارغاونې، په دې ولایت کې د میشتو امنیتي او دفاعي سرتیرو د جوړښت د پیاوړتیا او د دولت د مخالفینو پر وړاندې د عملیاتو د دوام غوښتنه کړې ده.
ولسمشرهمدا شان ټينګار کړی دی چې د بریښنا ملي شبکو سره د غور نښلیدل، د حکومت له موخو څخه ده، او وارداتي بریښنا هم په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې ده چې د غور او فراه ولایتونه هم په کې شامل دي.

ښاغلي غني وویل:  د فیروزکوه ښار د څښاک د اوبو پروژه چې نهه کیلومتره ده، تر لاس لاندې ده او ګټې اخیستې ته سپارل کیدو سره به یې ۷۲۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخه منې شي او د اوبو ګرځولو بندونو د مدیریت، د سیندغاړو د تحکیم، د غور کرنیزو پیداوارو او په تیره بیا وړۍ او غوښې لپاره د بازارموندنې په برخه کې به پاملرنه وشي.

آرزو نیوز – نجلا مایار