د اسلامي نړۍ عملي، فرهنګي او روزنیزو میراثونو سازمان (آیسیسکو)، د دې سازمان په درییمه ناسته کې د افغانستان په وړاندیځ دغور د جام څلی د اسلامي نړۍ په د فرهنګی میراثونو په نوملړ کې ورزیات کړ.
په دې ناسته کې، د افغانستان، یمن، فلسطین، عربي متحده اماراتو، مراکش او عمان ۲۲ فرهنګي اثرونه منل شوي دي.
د جام څلی د غوریانو دورې پورې تړاو او ۹۰۰ کاله لرغونوالی لري او د افغانستان لومړنی فرهنګي اثر دی چې د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبتیږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند، صابر مومند د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په توګه د دې اثر ثبت، د افغانستان لپاره یوه لاسته راوړنه بولي.
د غور جام څلی په ۲۰۰۲ کال کې هم د یونسکو سازمان د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې شامل شو.
د غور سیمه ییز پازوال که څه هم د اسلامي نړۍ په فرهنګي میراثونو کې د دې اثر له ثبته خوښ دي، خو ټینګار لري چې د نه پاملرنې له کبله د جام څلی د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دی.
د غور ولایت د فرهنګ او ګرځندویۍ آمر، نظر محمد ثاقب آرزو ټلویزیون ته وویل: د جام څلی اوولس کاله مخکې هم د یونیسکو په نوملړ کې ثبت شو. تمه کیده چې بیارغونې ته یې پاملرنه وشي، خو برعکس د جام څلي ځینې برخې د اورښتونو او هوا بدلیدو له کبله له منځه تللي او د غور خلک ترې اندیښمن دي.
هغه زیاته کړه: که د آیسیسکو سازمان هم په دې برخه کې پاملرنه ونکړي، هیڅ درد به دوا نشي. په دې څلي باید کار وشي.
په غور ولایت کې ۳۶۸ لرغوني او سیلانځایونه ثبت شوي دي چې د جام څلی یو له هغو دی.
یوشمیر لرغون پیژندونکي هم له حکومت او نړیوالو سازمانونو غواړي چې د سیلانۍ صنعت ودې او دې صنعت ته د خلکو د پام جلبولو لپاره د هیواد فرهنګي او لرغونو ځایونو ساتنې او بیارغونې په برخه کې پانګونه وکړي.
اوسمهال په هیواد کې په لس هاو لرغوني ځایونه د خرابیدو له ګواښ سره مخامخ دي چې ساتنې او بیارغونې ته جدي اړتیا لري، خو مخکې له دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په راتلونکي کال کې د دې آثارو بیارغونې او ساتنې لپاره د یو لړ برنامو له تر لاس لاندې نیولو خبر ورکړی وو.