1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د غور د دویم سمت د پولیسو آمر له خپلو ۸ ملګرو سره له طالبانو سره یو ځای شو

2211
02 Jun 2021

د غور د دویم سمت د پولیسو مشر له خپلو اتو ملګرو سره د طالبانو له ډلې سره یو ځای شوی دی.

د غور پولیسو د امنیت آمر نیک محمد نیکزاد وايي چې د دې ولایت د دویم سمت د پولیسو آمر حیات الله عادل تیره شپه خپلو ۸ ملګرو سره له طالبانو سره یو ځای شوی دی.

د ښاغلي نیکزاد په وینا یو ټانک، یوه رنجر او همدا شان ټول تجهیزات یې هم له ځان سره وړي دي.

حیات الله عادل د صدای غور راډیو مسوول مدیر بسم الله عادل ورور دی.

بسم الله عادل څو موده مخکې په دې ولایت کې د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري ووژل شو.