د غور د ولایتي شورا غړی، عزت الله بیک نن (پنځنۍ، مرغومې۲۵)، د ملي امنیت له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د ملي امنیت ریاست ویلي چې د ولایتي شورا دا غړی، د غور د ولایتي شورا د مرستیال عبدرحمان عطشان او سمیه ییز خبریال عادل ایماق د ترور عامل وو.
دې بنسټ همداراز ویلي: د ملي امنیت ځانګړې قطعه په دې هڅه وه چې عزت الله بیک ونیسي، خو عزت الله بیک د تسلیمیدو پرځای، پر امنیتي سرتیرو ډزې کړي او له دې ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت هم د امنیتي سرتیرو په عملیاتو کې د عزت الله بیک د وژل کیدو پخلی کړی دی.
له بلې خوا، له غور څخه یوه سیمه ییزه سرچینه آرزو ټلویزیون ته ویلي چې د عزت الله بیک له وګړو سره د ملي امنیت له ځواکونو سره په نښته کې، یو امنیتي سرتیري هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.