د غور شهرک ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوې ده.
یو شمیر سرچینې آرزو ټلویزیون ته د دې خبر پخلی کوي خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي چې دې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی بلکې امنیتي ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی دی.
په همدې حال کې د طالبانو ډلې د یو شمیر ویډیو ګانو په خپرولو سره ادعا کړې ده، چې د غور شهرک ولسوالۍ یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
د غور والي عبدالظاهر فیض زاده وايي چې طالبانو پر دې ولسوالۍ یرغلیز بریدونه پیل کړل او په دې ولسوالۍ کې یې د امنیتي ځواکونو یوې پوستې پر وړاندې د چاودیدونکو توکو ډک هاموي ټانک ته چاودنه ورکړې ده.
د غور د والي په وینا په دې پیښه کې ۹ تنو امنیتي سرتیرو ژوند بایللی ا و پنځه نور تریتم شوي دي.