د تیورې ولسوال وایي چې د پولیس د خوراکي او سوند توکو د لګښت د نه ورکړې له کبله، د دې ولسوالۍ ادارې او پولیس مشرۍ د غور ولایت له مرکزي ادارې څخه د نافرمانۍ پریکړه کړې ده.
د غور د تیوره ولسوالۍ ولسوال او د پولیسو مشر د هغه څه پر وړاندې چې د سیمه ییز حکومت نه پاملرنه بولي، د دې ولایت له مرکزي ادارې سره یې خپلې اړیکې وشلولې.
د تیورې ولسوال، محمدرفیق علم وایي چې دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې حکومت له میاشتو راپدیخوا د خوراکي او سوند توکو لګښت ندی ورکړی او له څو څو ځلي اړیکو سره سره، سیمه ییز پازوال لا هم بې غوره دي.
هغه زیاته کړه: څو ځلي مو د تیورې ولسوالۍ پولیسو و کارکوونکو حالت ته د غور د سیمه ییزې ادارې د پام غوښتنه وکړه، خو پام ورته ندی شوی.
د غور ولایتي شورا هم د دې ولایت د ولسوالیو د پولیسو د سمبالولو او تمویل په برخه کې ستونزې پرځای بولي.
د غور د ولایتي شورا غړی، عبدالبصیر قادري ټینګار کوي چې دا ستونزه څو ځلي له کورنیو چارو وزارت و حکومت سره شریکه شوې، خو تراوسه ورته رسیدنه نده شوې.
ښاغلي قادري زیاته کړه: امنیتي ګواښونه ډیر لوړ شوي او د پولیس قومندان د خپلو سرتیرو د ملاتړ لپاره اړ دی چې پور واخلي. تر کومه چې مونږ اطلاعات لرو، یو شمیر قومندان او د ولسوالیو پازوال حتې پریکړه کړې چې له مرکزي ادارې سره خپلې اړیکې وشلوي. دا یوه جدي ستونزه ده او دې سره چې څو ځلي یې په اړه خبرې شوي، خو تراوسه حل شوې نده.
په همدې حال کې یو شمیر مدني فعالان، د دې ولایت له مرکزي ادارې څخه د ولسوالیو نافرماني، د اندیښنې وړ بولي.
د غور د مدني ټولنې مرش، وزیر نوراني آرزو نیوز ته وویل، په داسې شرایطو کې چې د دې ولایت په ولسوالیو کې د دولت د وسله والو مخالفینو فعالیت په ډیریدو دی، دې ولایت ته د نه پاملرنې دوام به د ولسوالیو د پر له پسې نسکوریدو او انساني ناورین رامنځته کیدو لامل وګرځي.
تراوسه د غور والي او د پولیسو مشر د تیورې ولسوالۍ د ستونزو اړوند څه ندي ویلي او له پر له پسې هڅو سره سره، ونه توانیدو چې د کورنیو چارو وزارت نظر هم ترلاسه کړو. مخکې له دې د غور ولایت د یو شمیر نورو ولسوالیو سیمه ییزو چارواکو هم د امنیتي ځواکونو د سمبالولو په برخه کې د سیمه ییزې ادارې او مرکزي حکومت له نه پاملرنې شکایت درلود.