1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د غور میرمنې: اجازه نه ورکوو چې د طالبانو تیاره دوره بیاځلي شي

شسشسشس
04 Jul 2021

د غور ولایت سلګونو میرمنو نن سحار د وسلو لیږدولو سره، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان له نظام څخه خپل هراړخیز ملاتړ اعلان کړ.

 

دا میرمنې هیښتیا ورکوي چې د خپلو بچیانو ترڅنګ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې دي او له خپل هیواد څخه د ترهګریزو ډلو او په ځانګړې توګه د طالبانو ډلې پر وړاندې دفاع کوي، او نه پریږدي چې طالبان بیاځلي پر خلکو ځواکمن شي.

د غور والي، عبدالظاهر فیض زاده د دې ولایت د ښځو زړورتیا د طالبانو پر وړاندې د خلکو د بریا نښه بولي.

د غور والي زیاتوي چې دې میرمنو د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ سره وښودله چې افغانستان د بهرنیو ځواکونو د حضور پرته هم د خپل هیواد د اداره کولو او رغولو وړتیا لري.

دا میرمنې په داسې حال کې د طالبانو پر وړاندې وسله پورته کوي او ډګر ته راووځي چې په وروستیو میاشتو کې د دې ډلې خوځښتونه او بریدونه ډیر شوي او لسګونه ولسوالۍ د دې ډلې د جنګیالیو لاسته لویدلې دي.

مخکې له دې هم د هیواد په نورو ولایتونو کې هم میرمنو یو لړ راټولیدنو سره، د طالبانو پر وړاندې د دریدو اعلان کړی وو.