| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د غوښې او لبنیاتو تولیدات؛ بلخ په دې برخه کې ځان بساینې ته رسېدلی دی
08 Jul 2019
د چرګانو د غوښې او لبنیاتو تولید کونکي وایی، دوی هره ورځ په لسګونه ټنه غوښه او لبنیات تولیدوي او آن کولای شي د شمالي ولایتونو اړتیاوي پوره کړي، خو حکومت باید ددوی د چارو ودې ته پاملرنه وکړي.
دوی له حکومت څخه غواړي چې د ورته بهرنیو وارداتو مخه ونیسي.

د بلخ د سوداګرۍ او رغاوو اداره مني چې د بهرنیو توکو واردیدو، د کورنیو تولیداتو بازار ته زیان رسولی دی.
ددې ادارې مشر د ورته توکو لپاره د ګمرکي تعرفو لوړیدو او د قاچاقي توکو د مخنیوې لپاره د هڅو له پیله خبرورکوي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو ادارې مشر شیراحمد سپاهیزاده وایی، د سوداګرۍ او رغاوو وزارت او مالیې وزارت په شان بیلابیل دولتي بنسټونه د کورنیو تولیداتو د ودې او پرمختګ لپاره په جدي هلي ځلو بوخت دي او په وراداتي چرګانو او لبنیاتو د تعرفې په لوړه کولو کارکوي.

له دې ټولو سره سره په دی وروستیو کې یوشمیر فارم لرونکې په بلخ کې د سوداګرۍ او پانګه اچونې خونې له پازوال سره په یوې ناستې کې خپلو تولیداتو ته د بازار موندنې غوښتونکي شول.
آندونه دا دي چې د هیواد د تولیداتو د ودې لپاره ښاریان باید له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.
آرزو خبرې سایټ – وحیده لوراند

