د فاریاب د ولایتي شورا یو شمیر غړي طالبانو لاسته د المار ولسوالۍ له بشپړه سقوط څخه خبر ورکوي.
دوی وايي چې د امنیتي ځواکونو یو بیز چې له څو ورځو را په دې خوا د طالبانو تر کلا بندۍ لاندې وو تیره ورځ د طالبانو لاسته لویدلی دی.
د دوی په وینا په دې نښته کې څو امنیتي ځواکونو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمیر یې هم د المار په څو کیلومټرۍ خواجه عثمان بیز ته لیږدول شوي دي.
خو د فاریاب د پولیس مشرۍ ویاند د المار ولسوالۍ په بشپړه توګه سقوط ردوي او ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره خواجه عمري بیز ته ځای بدل کړی دی.