1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د فاریاب د نوي والي د ټاکل کیدو اړوند غبرګونونه؛ حکومت نقیب الله فایق د سناتور په توګه وټاکه

175931011_3801578849954664_557335450217733743_n
28 Apr 2021

د فاریاب د نوي والي په توګه د محمد داوود د ټاکل کیدو اړوند د اعتراضونو په لړ کې،د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازی نن (څلورنۍ، غویي اتمه)، فاریاب ولایت ته ولاړ.

 

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر په دې سفر کې، د فاریاب مخکیني والي نقیب الله فایق ته د میربچه خان دولتي مډال هم ورکړ. ولسمشر غني همداراز ښاغلی فایق د مشرانو جرګې د غړي په توګه انتصاب کړ.

شمیم کټوازي د خلکو د اعتراضونو د دوام په غبرګون کې ویلي چې د د والیانو ګومارنه د ملي یووالي د پیاوړتیا په موخه نوې بڼه ده او ډیر ژر به په یوه پښتون میشته ولایت کې یو اوزبیک والي وټاکل شي.

خو د ملي روغې جوړې د لویې شورا مرستیال او مارشال دوستم ته نږدې کس، بابر فرهمند ویلي چې د سناتور په توګه د نقیب الله فایق غوره کیدل، د خلکو اعتراضونو سره تړاو نلري.

هغه زیاته کړه: د خلکو پراخ اعتراضونه د سناتور یا په یوه سویل ولایت کې د والي په توګه د یو شمیر ترکټبرو د برخه لیک ټاکلو لپاره نه دی، بلکې د فاریاب ولایت او د هیواد د نورو شمالي ولایتونو د سقوط د مخنیوي لپاره دی.

هغه هیښتیا ورکړې چې د دوی د غوښتنو تر پلي کیدو د دې ولایت د نوي والي د پيژندنې لپاره د حکومت د پریکړې پر وړاندې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.