1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د فاریاب ګرزیوان ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې راغله

فاریاب-1536x1087
24 Jun 2021

د فاریاب ګرزیوان ولسوالۍ تیره ورځ ماښام د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې ده.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی فضل الحق محمدي وايي چې طالبانو له څو ورځو را په دې خوا پر دې ولسوالۍ خپل بریدونه پیل کړي وو چې په پای کې تیره ورځ د مرستې نه رسیدو له کبله دا ولسوالۍ تیره ورځ د طالبانو لاسته ولویده.

ښاغلی محمدي زیاتوي چې طالبانو د دې ولسوالۍ د مرکز په نیولو سره ۳۰۰ نیول شوي سرتیري هم له بې وسلې کیدو وروسته بیرته خوشې کړي دي.

د ولایتي شورا دا غړی ټینګار لري چې د دې ډلې په څو ورځې جګړه کې لسو امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

مخکې له دې هم د فاریاب د ولایتي شورا یو شمیر غړو د طالبانو په لاس د دې ولسوالۍ د لویدلو هیښتیا ورکړې وه.

ګرزیوان ولسوالۍ د میمنې ښار په اتیا کیلومټرۍ کې پرته ده او د فاریاب له لویو ولسوالیو شمیرل کیږي.