د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ، شانزه لیزه ته نږدې یو واټ د احمدشاه مسعود په نوم ونومول شو.
د ملي اتل په نوم د دې واټ نومولو مراسم، نن (پیلنۍ، اوري اومه)، د پاریس د ښاروال او یو شمیر حکومتي چارواکو او سیاستوالو لکه مخکیني ولسمشر حامد کرزي، د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر عبدالله عبدالله او د احمدشاه مسعود یو شمیر پلویانو په حضور ترسره شول.
د پاریس ښاروالې آن هیدالګو په یوه ټویټ کې لیکلي چې قومندان مسعود به، د تل لپاره د آزادۍ د اتل په توګه په یادونو کې پاتې شي.
تیره ورځ، د هیواد د بهرنیو چارو وزیر، محمدحنیف اتمر هم د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې، د احمدشاه مسعود په نوم په پاریس کې د یوه واټ د نومولو له کبله مننه وکړه.