1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د فراه والي: په ګمرک کې اورلګیدنه په بشپړه توګه غلې شوې

13588329_712
07 Mar 2021

د فراه په ابونصرفراهي ګمرک کې اورلګیدنه په بشپړه توګه غلې شوې ده

د فراه والي تاج محمدجاهد وايي چې په دې اورلګیدنه کې د سوداګرو درې زیرمې،دوه ټانکره او یو بار وړونکی موټر له منځه تللی او چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ښاغلي جاهد په وینا د دې اورلګیدنې د شنډیدو لپاره د ایران د اوروژونکې برخې هم مرسته کړې ده.

هغه همدا راز د دې اورلګیدنې لامل او زیانونو څيړنې لپاره د یوه پلاوي له استولو خبر ورکوي.