1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د فوټبالسټو انجونو د جنسي زورونې دوسیه د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالی محکمې ته وسپارل شوه

602x338_cmsv2_ebebcbfb-f518-53eb-a583-1a260cac6bb0-3478416
24 Jul 2019

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي اعلان وکړ دا دوسیه د لوی څارنوالۍ د پلاوي له لوري چې په دې برخه کې ګمارل شوی وو په جدي توګه څیړل شوی ده.

د ښاغلي رسولي په وینا،د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مخکینی مشر کرام الدین کریم،ګل ګیپرونو د کميټې پازوال،د ولایتونو د اړیکو پازوال،د فدراسیون د یوه سکرټراو د فدراسیون د امنیتي پازوال په ګډون شپږ کسه د دې دوسیې په تړاوو تورن پیژندل شوي دي.

د لوی څارنوالۍ ویاند ټينګار وکړ چې له تورنو کسانو سره د چلند اړوند د محکمې له حکم وروسته د محکمې د پریکړې پر بنسټ به اقدام وشي.

مخکې له دې.د کرام الدین کریم په ګډون د تورنو کسانو دندې ځنډیدلې وې او همدا شان ممنوع الخروج شوي وو.

په همدې حال کې،د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایې چې د دې دوسیې عادلانه څيړل به د افغانستان د فوټبال فدراسیون ته یو ځل بیا اعتبار حیثیت ورکړي.

مخکې له دې فیفا هم کرام الدین کریم د دې دوسیې په تړاوو تورن پیژندلی وو.فیفا همدا شان ښاغلی کریم د تل لپاره له فوټبالي فعالیتونو بی برخې کړ او هغه یې آن یو میلیونه ډالره جریمه هم کړ.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي