1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د قاسم سلیماني وژنې اړوند د افغانستان د حکومت غبرګون

156864948
04 Jan 2020

ولسمشرغني وایې د افغانستان له خاورې به د هیڅ یوه هیواد پر وړاندې ګټه پورته نشي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پر بنسټ،ښاغلي غني د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني د وژنې په غبرګون کې ویلي دي چې ایران او افغانستان ګډ ژبي،دیني،تاریخي او فرهنګي مشترکات لري او متحده ایالاتونه له افغانستان تګلاریز ملګری دی،له همدې کبله دواړه هیوادونه دې په سیمه کې د لانجو زیاتوالی مخنیوی وکړي او اختلافونه دې په خپلو کې حل کړي.

ولسمشرغني همدا شان د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلفوني اړیکه کې د افغانستان له خاورې د نورو هیوادونو پر وړاندې ګټه پورته کیدنې پر مخنیوي او یا هم په سیمه کې د نورو هیوادونو سره د شخړې پر نه کولو ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې د هیواد د ملي امنیت د شورا مخکینی سلاکار محمدحنیف اتمر وایې چې قاسم سلیماني د امنیت په ښه والي او د سولې بهیر پیاوړتیا په برخه کې ډیرې هڅې کړې وې.

ښاغلي اتمر د سپاه پاسداران د قوماندان د وژنې په غبرګون کې ویلي دي چې په هیواد کې د سولې او ټیکاوو ټینګښت لپاره د افغانستان او ایران اړیکې ارزښتناکه دي.

د هیواد مخکیني ولسمشر حامدکرزي هم په بغداد کې د امریکا له لوري د قاسم سلیماني وژنه له نړیوالو قوانینو او په سیمه کې د سولې او ټیکاوو سره په ټکر کړنه بللې ده.