د ولسي جرګې اداري پلاوی هیښتیا ورکوي، که د ملي شورا د رخصتیو د پایته رسیدو وړاندې، نوې کابینه جرګې ته ونه پيژندل شي، قانون جوړوونکي به د اعتراض په بڼه د جرګې ور وتړي.
د ولسي جرګې دویم منشي، حجت الله خردمند آرزو ټلویزیون ته وویل چې د حکومت له لورې د نوې کابینې د نه پيژندنې په صورت کې، قانون جوړوونکی ځواک به پر حکومت ډیر فشار وروړي.
د ښاغلي خردمند په وینا؛ استازو پریکړه کړې چې د کابین ېد نه پيژندنې له کبله د اعتراض په بڼه، د ولسي جرګې ور وتړي- چې د حکومت مشران د نوې کابینې پيژندنې ته اړ کړي.
تیره اوونۍ، ولسي جرګې دوبنیو رخصتیو ته ولاړه.
په تیرو دوو میاشتو کې، څو ځلي د ارګ او سبیدار ترمنځ د کابینې اړوند سلاوې شوي او نوملړونه تبادله شوي، خو د دواړو لوریو ترمنځ اختلافونه لا هم ندي هوار شوي.
په دې منځ کې، له سپیدار څخه یوې سرچینې آرزو ته ویلي چې د ارګ او سپیدار ترمنځ د کابینې د بشپړیدو پر سر نور ټول اختلافي موارد حل شوي او دواړه لوري د سولې په چارو کې د دولت د نوماند وزیر او یو شمیر والیانو د ټاکل کیدو پر سر اختلاف لري.
مخکې له دې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند په یوې خبري ناسته کې اعلان کړی وو چې د عبدالله عبدالله له لورې په کابینه کې د غړیتوب لپاره پيژندل شوي کسان، د وزیر کیدو وړتیا نلري.
د ملي مصالحې د لویې شورا ویاند، فریدون خوځون وایي چې اوس مهال، دواړه لوري د سیاسي هوکړه لیک په پلي کیدو بوخت دي.
د یادونې ده؛ د واکپالیو دوام او د نوې کابینې ناروښانه برخه لیک د دې لامل شو یچې د هیواد په کچه له حکومتولۍ نارضایتۍ ډیرې شي.