1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د قرنطین په ورځو کې د حکومت د ژمنو په نه عملي کیدو نیوکې

هرات
22 Apr 2020

د هرات ولایت یو شمیر مدني فعالانو او اوسیدونکو د قرنطین په ورځو کې د حکومت د ژمنو د نه عملي کیدو په غبرګون کې اعتراض کړی او په دې ولایت کې اړمنو کسانو ته د مرستې په بهیر نیوکه کړې.

 

د هرات اوسیدونکو او مدني فعالانو، نن (څلورنۍ، غوایي درییمه/اپریل۲۲)، دې ولایت ته د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د لګول شوې بودیجې د نه روڼتیا په اعتراض کې، د هرات ولایت د مقام د ودانۍ پر وړاندې راټولیدنه وکړه.

اعتراض کوونکو وویل، کخه څه هم د مرکزي حکومت له لورې ډیر شمیر پيسې د کرونا ویروس د ګواښونو اړوند د خلکو د پوهاوي لپاره ځانګړې شوي، خو د هرات په ولسوالیو کې، تراوسه خلک په دې اړه لږ پوهاوی هم نلري.

یو مدني فعال، نعیم محمدي وویل چې د هرات سیمه ییزه اداره باید په دې ولایت کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د ځانګړو شویو پيسو د لګولو اړوند حساب ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د هرات مدني ټولنه تراوسه د دې پيسو اړوند خبر نلري.

بله مدني فعاله، حلیمه هم نیوکه کوي چې هرات ته ځانګړې شوې پيسې، په سمه توګه مدیریت شوي ندي.

لخ بلې خوا، د هرات د روغتیاپالانو د ټولنې مشر، نثاراحمد مصدق، دولتي پازوال په دې ولایت کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودیجې په بیځایه لګولو تورنوي.

ښاغلی مصدق همداراز په دې برخه کې د روڼتیا غوښتونکی شو.

په همدې حال کې، د هرات سیمه ییز پازوال، په دې ولایت کې د کرونا د مصرفي بودیجې د جدي څارنې ډاډ ورکوي.

د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد په دې اړه وویل چې سیمه ییزه اداره به د کرونا د ځانګړې شوې بودیجې اړوند، خلکو ته مفصل ګزارش ورکړي.

د هرات د سیمه ییزو مسوولینو د ګزارش پر بنسټ، تراوسه د روغتیا وزارت له لورې دې ولایت ته ۲۴ میلیونه افغانۍ استول شوي او له ولسمشرۍ ماڼۍ له لورې د ۴۰۰ میلیون افغانیو ځانګړو شویو پيسو څخه، لږ شمیر د هرات د سیمه ییز پازوال په واک کې ورکړل شوي.

له دې سره، مخکې له دې د هرات اوسیدونکو د قرنطین پرمهال له خلکو سره د پولیسو د چلند اړوند شکایت کړی، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین، د هرات د پولیسو د څلورو حوزو د آمرینو د ګوښه کیدو خبر ورکړی.

ښاغلي آرین په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې د قرنطین پرمهال د هیوادوالو د زورونې او ناقانونه پيسو اخیستلو د شکایت او د کورني امنیت د څانګې د څیړنو په پایله کې، د هرات ولایت د پنځمې، اتمې، نهمې او دولسمې حوزې آمرین له دندو ګوښه شوي دي.