د قزاقستان وګړو نن سهار د(جون په ۹ مه) ددې هیواد په ولسمشریزو ټاکنو کې د رای ورکونې لپاره د صندوقو په لور ولاړل.
ددې پړاوو ټاکنو بهیر ددې هیواد پر مهال سهار ۷ بجې پیل شو.
ددې هیواد په پلازمېنه نورسلطان کې د رای ورکونې ۲۳۸ مرکزونه چمتو شوي او ددې هیواد د ټاکنو د مرکزي کمېسیون د نظر لاندي څه دپاسه ۳ زره کسان دا ټاکنې څارې چې ۱۱۰۹ کسان د سیاسی ګوندونو استازي،۱۳۹۹ کسان د ولسي بنسټ ایښودونکی سازمانونو استازي او ۳۱۸ کسان هم د ټاکنو د مرکزي کمېسیون له لارې ټاکل شوي دي.
د قزاقستان د ټاکنو مرکزی کمېسیون اعلان وکړ چې ددې هیواد په دننه او بهر کې ۹۹۶۸ د رای ورکونې مرکزونه چمتو شوي دي.
د راپورونو پربنسټ،د قزاقستان د ۱۸ میلیونه وګړو له منځه نږدي ۱۲ میلیونه د رای ورکونې پر شرایطو برابر کسان دي.
د قزاقستان لنډمهاله ولسمشر او ددې هیواد د مخکینی ولسمشر نورسلطان نظربایف تر مشرې لاندی( نوراوتان) ګوند نوماند قاسم جومارت توکایف،نن سهار د رایو د صندوقونو په لور ولاړ او خپله رایه یې وکاروله.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي