1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د قطر امیر:مونږ د افغانستان د سولې په بهیر کې آسانتیا رامنځته کیدو په برخه کې هرډول مرستو ته چمتو یو

n00116168-b
04 Mar 2020

ولسمشرمحمداشرف غني د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمدآل ثاني سره په ټلفوني خبرو اترو کې د سولې د بهیر  په اړه بحث کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پربنسټ تیره ماښام(کب ۱۳/مارچ ۳) په دې ټلفوني خبرو اترو کې د قطر امیر ویلي دي چې هیواد یې د سولې په بهیر کې آسانتیا رامنځته کیدو په برخه کې،هر ډول مرستو ته چمتو ده.

هغه ټينګار کړی دی چې له طالبانو سره په لیدنه کې یې هغوي ته ویلي دي چې نننۍ افغانستان هغه د دوو لسیزو وړاندې افغانستان نه دی اوس دې هیواد بدلون کړی دی.

د قطر امیر زیاته کړې ده: د افغانستان نوي واقعیتونه دا دي چې مشروع او ټاکل شوی حکومت لري او باید طالبان دا ومني چې د افغانستان دولت له خپلو خلکو استازیتوب کوي او مشروع غوښتنې مطرح کوي او طالبان هم غوښتنې لري چې د خبرو اترو په ترڅ کې به پرې بحث وشي.