ولسمشر غني کویت ته له سفر وروسته قطر ته ولاړ او د دې هیواد له لومړي وزیر شیخ خالد بن عبدالعزیز ال ثاني سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د قطر لومړي وزیر وویل چې قطر په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ټیکاو غوښتنه کوي.
له بلې خوا ولسمشر غني وايي چې افغانستان د سیمې او نړۍ له ټولو هیوادونو سره د دوه اړخیزو ګټو پراساس دوستانه اړیکې غواړي.
په همدې حال کې ښاغلي غني په افغانستان کې د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد او په قطر کې له جنرال سکاټ میلر سره وکتل. او ښاغلي خلیل زاد په دې لیدنه کې د تاوتریخوالي له ډیریدو اندیښنه څرګنده کړی او په تل پاتي اوربند او د تاوتریخوالي پرکمیدو یې ټینګار کړی دی.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي همداشان ویلي چې افغانان باید سولې ته د رسیدو لپاره د اوسني فرصت څخه ګټه پورته کړي.