1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د قوانینو د کمېټې له لوري په پیژندپاڼه کې د مور نوم لیکل تایید شول

۱
01 Sep 2020

د ولسمشر دویم مرستیال ویلي دي چې د کابینې د قوانینو کمېټې په پيژندپاڼو کې د مور د نوم لیکل تایید کړي دي.

د محمدسرور دانش د رسنیو دفتر ویلي دي چې د قوانینو د کمېټې په تیره ورځ ناسته کې (دوه نۍ/دوشبنه وږې/سبنله ۱۰) د نفوسو د احوال د ثبت د قانون یو شمیر هغو مادو پر بدلون خبرې وشوې چې د احصایې ملي ادارې له لوري دې ناستې ته وړاندې شوې وې.

د ملي احصایې د ادارې مشر احمد جاوید رسولي د بدلون د طرحې د اړتیا په اړه وویل: “ د احصایې د ملی ادارې له جوړښت سره د نفوسو د احوالو د ادارې یو ځای کیدو او همدا راز په پيژندپاڼو کې د مور د نوم لیکلو اړوند د ښځو فعالانو غوښتنو ته ځواب له کبله،د بدلون دا طرحه جوړه شوې ده.”

دا طرحه د قوانینو د کمېټې د غړو له لوري لیدلورو وړاندې کیدو وروسته تایید شوې ده.

وړاندې له دې هم په خواله رسنیو کې یو شمیر کسانو د “زما نوم چیرته دی؟”،تر نامه لاندې په پيژنډپاڼو کې د مور د نوم  لیکلو غوښتنه یې کړې وه.