1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د لانجمنو رایو یوه برخه ځانګړې څيړنې ته واستول شوه

کمیسیون شکایات
05 Feb 2020

د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون د شکمنو رایو لس سلنه او له مهاله بهر د رایو ۱۵ سلنه، د ځانګړې څیړنې لپاره واستولې.

د نږدې څلویښتو ورځو وروسته، د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو د کمیسیون مشرتابه، نن (څلورنۍ، د سلواغې۱۶/فبرورۍ۴)، په یوې خبري ناسته کې د ولسمشریزو ټاکنو د لانجمنو رایو اړوند خپله پریکړه اعلان کړه.

د دې پریکړې پر بنسټ، د ۱۳۷ زره شکمنو رایو لس سلنه او له مهاله بهر د ۱۰۲ زره رایو ۱۵ سلنه ځانګړې څیړنې ته واستول شوې.

د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو د کمیسیون مشرې، زهره بیان شینوارې وویل: د شکمنو رایو اړوند چې ټولټال یې (۱۳۷۶۳۰ رایې) دي، په ټوله کې ۴۵۶۳ سیمې چې په دوو برخو ویشل شوي له دې ډلې لس سلنه یې چې ۳۰۹ سیمې کیږي، ځانګړې څیړنې ته واستول شوې.

میرمن شینوارې زیاته کړه که له څیړل شویو سیمو، ۶۵ سلنه یې معیار بشپړ کړي، ټولو دې رایو ته اعتبار ورکول کیږي؛ خو که له څیړل شویو سیمو، ۳۵ سلنه یې، معیار بشپړ نکړي، د سیمو ټولې رایې به بشپړې بیا شمیرنې ته واستول شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون همداشان پریکړه کړې چې په فاریاب ولایت کې د څلورو سیمو رایې باطله کړي.

له بلې خوا، د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو د کمیسیون غړي قطب الدین رویدار وویل: اعتراضونه وو چې باید له مهاله وروسته رایې، باطله شي. د دې سکالو د ثابتیدو لپاره څیړنې او بیا شمیرنې ته اړتیا ده. مونږ لانجمنو رایو ته د اعتبار ورکولو لپاره معیارونه او شرایط ټاکلي چې په دې برخو کې دي؛ که د څیړلو او بیا شمیرنې بهیر ثابت شي، دا رایې د ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ نه دي، او باطله کیږي.

په همدې حال کې د افغانستان د ټاکنو نړیوالې ملاتړې ډلې د یوې خبرپاڼې خپرولو سره له ټاکنیزو شریکانو غوشتي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستۍ پایلې تر اعلانه، له هر هغه ګام څخه چې د نه ټیکاو لامل ګرځي، ډډه وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون، د رایې ورکولو ورځې وروسته په دوو پړاوونو کې، ۲۲ زره او ۵۰۰ اعتراضونو او شکایتونو ته رسیدنه وکړه، خو ظاهراْ لا هم د ولسمشریزو ټاکنو برخه لیک روښانه ندی.

آرزو نیوز

ژباړن: خپلواک