په دې چاودنه کې نږدې ۴۰ ولسي او پوځي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د دې پیښې په پخلي سره وایي چې نن سهار (دوه نۍ/دوشبنه، تلې/ میزان ۱۴ مه) د دې ولایت په مرکز مهترلام ښار غازي بابا ښاګوټي کې د لغمان والي رحمت الله یارمل موټر موخه ګرځولی، خو په دې پیښه کې ښاغلي یارمل ته زیان نه دی اوښتی.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، په دې پیښه کې د والي ساتونکو او ۴ ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د والي د دو ساتونکو په ګډون ۳۰ ملکي کسان هم ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.