1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د لنډمهالي حکومت له طرحې د ولسي جرګې هرکلی

رحمانی-1
31 Jan 2021

د ولسي جرګې مشر وایي، د لنډمهالي حکومت یا سولې حکومت په نوم طرحه چې د امریکا او طالبانو له لورې وړاندیځ شوی او په هغه کې ملي شورا ساتل شوې، ترې هرکلی کوي.

 

ولسي جرګې نن (یوه نۍ، سلواغې دولسمه)، د سولې په نوم یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړ چې موخه یې د سولې په بهیر کې د ولسي جرګې مخامخې ښکیلتیا او د دوحې د خبرو د چټکتیا طرحې جوړول دي.

د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني په دې ناسته کې وویل، هره ورځ سلګونه پوځیان او ملکي وګړي مړه او ټپیان کیږي؛ خو حکومت په واک کې د پاتې کیدو او هغه خوا طالبان د واک د ترلاسه کولو په هڅه دي.

ښاغلی رحماني همداراز د لنډمهالي یا سولې حکومت له طرحې ملاتړ کوي چې اټکل کیږي د امریکا او طالبانو له لورې وړاندیځ شوی وي.

هغه زیاته کړه: “له دې چې په وړاندیځ شوې طرحه کې د اوسني نظام او ملي شورا بقا راغلې، ترې هرکلی کوو.”

د ولسي جرګې مشر وویل چې دا طرحه ډیرې ستونزې لري او د هواري لپاره یې باید خبرې وشي.

رحماني د سولې د خبرو د آسانتیا لپاره د ولسي جرګې د طرحې د ترلاس لاندې نیولو ته ګوتڅنډنې سره همداراز وویل: “مونږ د دې کمیسیون غړي لومړی باید ولاړ شو د ملي روغې جوړې د لویې شورا له غړو، وروسته په قضیو کې ښکیلو مشرانو او سیاسي ګوندونو سره چې خبرې ولرو. وروسته دوحې ته ولاړ شو او د دواړو لوریو له مرکچي پلاویو سره لیدنې ولرو.”

په وروستیو ورځو کې، په افغانستان کې د سیاسیونو د لنډمهالي حکومت د جوړیدو او د نوي حکومت د یوې طرحې د جوړولو خبرې ډیرې شوې دي.

خو په دوحه کې د افغانستان دولت پلاوی وایي، د طالبانو او نورو هیوادونو له لورې د داشان طرحې مطرح کیدل ردوي.

د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي غړي، رسول طالب نن په یوې مجازي ناسته کې وویل: طالبانو په رسمي او نارسمي ناستو کې د لنډمهالي یا سولې حکومت په نوم هیڅ طرحه نده وړاندې کړې او داشان طرحه د کوم بل هیواد له لورې هم نده وړاندې شوې.

هغه ټینګار وکړ، هغه څه چې د خبرو د میز بهر مطرح کیږي، ډیرۍ تبلیغاتي اړ لري.

دوه ورځې مخکې د طالبان و د پلاوي یو غړي په مسکو کې ولسمشر غني د سولې پر وړاندې خنډ وباله او ویې ویل، که هغه له واک څخه بهر شي، طالبان سولې ته چمتو دي.

له دې ټولو سره، د دوحې خبرې له دوو اونیو ډیرې مودې راپدیخوا په ټپه دریدلي او له نږدې یوې میاشتې راپدیخوا، د دولت او طالبانو ډلې پلاویو ترمنځ یواځې دوه ناستې شوي چې هغو هم پایله نده لرلې. د جمهوریت د پلاوي باور پر دې دی چې خبرې له کړکیچ سره مخامخ شوې ندي او د طالبانو د غیابت له کبله په ټپه دریدلي.