د فاریاب د ترافیکو مدیر، عبداللطیف خیرخواه وایي چې ۲۷ میرمنو د یوې ۲۱ ورځینۍ ښوونیز پړاو ترسره کولو وروسته، د موټر چلونې جواز ترلاسه کړ.
هغه زیاته کړه چې تمه ده ۳۰ نورې میرمنې هم په راتلونکي ښوونیز پړاو کې، د موټر چلونې جواز ترلاسه کړي.
هغو میرمنو چې د موټر چلونې جواز ترلاسه کړی، د دې جواز له ترلاسه کولو خوښي ښيي.
د فاریاب مدني فعالې، یولدوز مسرور د ښځو لپاره د موټر چلونې د ښوونیزې برنامې له جوړیدو هرکلی وکړ و ویې ویل، هغو میرمنو چې جواز ترلاسه کړی، له دې وروسته کولای شي په آسانۍ په ښار کې موټر وچلوي.
د فاریاب د ښځو چارو مشرې، ماریا نوري هم له دې برنامې د هرکلي ترڅنګ، د موټر چلوونکې د زده کړې ترلاسه کول د ښځو لپاره یوه جدي اړتیا وبلله.
میرمن نوري همداراز په بیلابیلو برخو کې د میرمنو د ملاتړ لپاره د دې ادارې په هڅو ټینګار وکړ.