| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د لوړې د دوو مراسمو وروسته د کابل پوځي څهره
10 Mar 2020
د اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې د هم مهاله مراسمو یوه ورځ وروسته، د کابل ښار لا هم پوځي څهره لري.
کابل د دوو ورځو راپدیخوا پوځي څهره غوره کړې، خو د دې حالت دوام، د کابل د اوسیدونکو ویره ډیره کړې ده.
د کابل یو شمیر اوسیدونکي وایي چې د حکومت د مشرانو د لوړې د مراسمو یوه ورځ وروسته، د ښار مرکز ته تلونکې لارې تړلې دي او په ډيریو برخو کې، ښاري وسایطو ته د تګ را تګ اجازه نه ورکول کیږي.
وحید په کابل ښار کې موټر چلوونکی دی. هغه د آرزو ټلویزیون خبریالې، لیدا نوروزي ته وویل چې د ښار د واټونو تړل کیدل د دې لامل شوي چې د دوییمې پر له پسې ورځې لپاره، له ۲۰۰ افغانیو لږ عاید یې لرلی دی.

موټر چلوونکی وحید، او د آرزو خبریاله لیدا نوروزي
د کابل ښار دا اوسیدونکی، د حکومت مشران د عادي هیوادوالو د ژوندانه د ستونزمنولو اصلي پړ بولي او د خبرو له لارې د ناندرو په هواري ټینګار کوي.
رامنځته شوې سیاسي ناندریو، مخکې ل دې هم د یو شمیر ټاکنیزو نوماندانو او سیاسیونو نیوکې له ځانه سره لرلي دي.
د سیاسي چارو شنونکی، رحمت الله بيژنپور وایي چې د واک پر سر د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرایي ریاست ترمنځ وروستۍ ناندرې به، د اوسني نظام د پاشل کیدو لامل وګرځي.
هغه همداشان د ناندرو له ښکیلو خواوو وغوښتل چې ژر تر ژره د خبرو له لارې رامنځته شوېو لانجو ته د پای ټکی کیږدي.
له دې ټولو سره، تیره ورځ افغانستان په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د لوړې د دوو هم مهاله مراسمو شاهد وو.

موټر چلوونکی وحید، او د آرزو خبریاله لیدا نوروزي