| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د لوګر موټر بم اړوند غبرګونونه
01 May 2021
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا برید غندلی او ویلي یې دي چې طالبان آن د روژې په مبارکه میاشت کې هم د خلکو له وژنې او عامه ټولګټو تاسیساتو له ویجاړولو لاس نه اخلي.
د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر عبدالله عبدالله هم د دې برید په غبرګون کې ویلي دي، په داسې حال کې چې د سولې لپاره په ملي او نړیواله کچه هڅې دوام لري دا وحشیانه برید دې بهیر ته زیان رسوي.

پخواني ولسمشر حامدکرزي هم د دې برید په غندلو سره د دغه ظالمانه اعمالو دوام د افغاستان له خلکو سره ښکاره دښمني بولي.
دا مرګونی برید د هیواد والو په تیره بیا خواله رسنیو کې هم له تند غبرګون سره مخ شوی دی.
د لوګر د پولیسو د تیرې شپې په موټربم چاودنه کې ۲۱ تنو ژوند بایللی او ۹۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا موټربم برید د لوګر مرکز پل علم د روغتون او د دې ولایت د ارزې ولسوالۍ ملمستون پر ودانۍ د روژه ماتي پر مهال رامنځته شوی دی.

په دې چاودنه کې یوشمیر استوګنیزو کورونو، ولایتي روغتون او د دې ولایت د ښځو چارو ریاست هم پراخ زیان رسیدلی دی.
د دې پیښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

