1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پامپیو: د بندیانو خوشې کیدنه،د اورکم او د سولې د خبرو اترو د پیل لامل کیږي

Mike
08 Aug 2020

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې له تر سره کېدو هر کلی کړی او هغه یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره تاریخي فرصت بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه د اګست۷مه(زمري۱۷مه) په یوې اعلانپاڼه کې ویلي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادول به د افغانانو ترمنځ خبرو پیلېدو لامل شي.

په اعلانپاڼه کې راغلي دي چې د جرګې غړي به د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کیدو پرېکړه وکړي چې د سولې د خبرو اترو پر وړاندې دا وروستی خنډ هم لیري شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي د شورا مشر ډاکټر عبدالله او د لویې جرګې ګډونوال هڅولي چې د سولې لپاره دې له دې تاریخي موقع ګټه واخلي ترڅو جګړه ودریږي.‌

له دې سره هم مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د مشورتي لویې جرګې له تر سره کېدو د هر کلي ترڅنګ پر خپل ټوېټر لیکلي چې د دغه جرګې له غړو مننه کوم چې له سولې څخه د ملي ملاتړ لپاره سره راټول شوي دي.

پامپيو ویلي چې تر څلوېښت کلنې جګړې، وینې ټویېولو او خرابیو وروسته، دواړه لوري چمتو شوي چې خبرو اترو ته د رسیدو لپاره سیاسي هوکړې ته لاره هواره کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې مشورتي لویې جرګې څخه هرکلی کړی او ویلي دي چې ټول اړخونه باید د سولې تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي.

زلمي خلیلزاد د جرګې له ګډونوالو غوښتي چې هغو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې د سولې بهیر د پېچلتیا په لټه کې دي:”افغانانو دې شیبې ته ډیر اوږد انتظار ایستلی و. موږ د جرګې برخه والو ته په خپلو خبرو کې د بریا هیله کوو او له هغوی غوښتنه کوو چې هغو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې د سولې د بهیر د پیچلتیا په لټه کې دي.

په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او اروپايي ټولنې هم د سولې مشورتې لویې جرګې څخه د هر کلی کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له جرګې څخه د ملاتړ په اړه له امریکا متحده ایالاتو څخه مننه وکړه.

د سولې مشورتي لویه جرګه پرون جمعه د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شوه او د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ یې په کار پيل وکړ چې درې ورځې به دوام وکړي.

وسله والو طالبانو بیا د جرګې له راغوښتلو سره مخالفت څرګند کړی دی.