1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو له وژنو د دې بنسټ اندیښنه

دادستانی-کل-1536x1024
23 Jun 2020

د کابل به ده سبز سیمه کې کې پرون (دوه نۍ، چنګاښ دویمه)، د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د لیږدوونکي موټر موخه ګرځیدو سره سم او په دې پيښه کې د دوو څارنوالانو په ګډون د پنځو تنو مړینې سره سم؛ لویې څارنوالۍ له تیر کال څخه راپدیخوا د دې بنسټ د ۲۰ ډيرو کارکوونکو د وژل کیدو خبر ورکوي.

 

د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشید رسولي رسنیو ته وویل چې په تیر یوه کال کې، د دې بنسټ ۱۷ کارکوونکي او د روان کال له پیله تراوسه د څارنوالانو په ګډون ۶ کارکوونکي د ناپيژاندو وسله والو او ترهګریزو ډلو له لورې ترور شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د دې پيښې په غبرګون کې، دا بشري ضد جنایت او د سولې بهیر د زیانمنولو هڅه بللې ده.

له بلې خوا، نن سحار د کاپیسا د استیناف محکمې یو قاضي دندې ته د تلو پرمهال، د دې ولایت په مرکز کې د موټرسایکل سپرو وسله والو له لورې په ډزو ووژل شو.

د کاپیسا د پولیس مشرۍ ویاند، شایق شورش په دې اړه وویل؛ نن سحار د کاپیسا د استیناف محکمې یو قاضي دندې ته د تلو پرمهال، د دې ولایت په مرکز کې د موټرسایکل سپرو وسله والو له لورې د برید موخه ګرځیدلې او وژل شوی.

یو شمیر حقوق پوهان د عدلي او قضایي بنسټونو د کارکوونکو موخه ګرځیدل، د عدالت د پلي کیدو د مخنیوي هڅه بولي او کشفي او استخباراتي بنسټونه د څارنوالانو او عدلي او قضايي بنسټونو د کارکوونکو د امنیت په ټینګښت کې په ناغیړۍ تورنوي.