1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د مارچ له ۳۱مي د طالبانو او افغان حکومت د بندیانو د خوشي کیدو لړۍ پیلیږي

n00181744-b
26 Mar 2020

تمه ده د طالبانو او افغانستان د حکومت د بندیانو د خوشې کیدو لړۍ د مارچ میاشتې له ۳۱مې نیټې پیل شي.

په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي: نن د بندیانو دخلاصون لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د تخنیکي ټیم ، سره صلیب، امریکا، قطر او کابل ادارې د تخنیکي ټیم تر منځ پنځه اړخیز ویډیويي کانفرانس جوړ شو چې ۴ ساعتونه يې دوام وکړ او د بندیانو د خلاصون پر پروسې یې مفصلې خبرې وکړې.

د دې پریکړې پربنسټ،د دواړو لوریو دبندیانو دخوشې کیدو لړۍ د روانې میاشتې له ۳۱مې نیټې پیلیږي.

د ښاغلي شاهین په وینا تمه ده دوی د خپلو بندیانو د تسلیمۍ لپاره بګرام بندخونې ته یو پلاوی واستوي.