1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ماشومانو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې شپږ میلیونه ماشومان له ګواښ سره مخامخ دي

4180079
01 Jun 2021

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې له شپږ میلیونه زیانمنونکو ماشومانو له منځه، یو میلیون یې په شاقه کارونو بوخت دي.

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، نن (درې نۍ، غبرګولي یوولسمه)، د ماشومانو د نړیوالې ورځې په پار مراسمو کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې شپږ میلیونه ماشومان په ۲۳ ګټګوریو کې له ګواښ سره مخامخ دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال، غلام حیدر جیلاني، په افغانستان کې د ماشومانو د زیانمننې له لوړې کچې اندیښنه ښيي او وایي چې په هیواد کې له یو میلیونو ډیر ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي، یو میلیون په نشه يي توکو روږدي او ۱۹۶ زره تنه هم بیلابیل معلولیتونه لري.

د دې وزارت د شمیرنو پر بنسټ؛ په افغانستان کې ۶۶ سلنه ماشومانو لږه فزیکي وده لرلې او ۳۶ سلنه نور هم خوارځواکه دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیاله زیاته کړه چې ۴۸ سلنه ماشومان ټیټ عمر کې واده کوي او همداراز ۷۷ سلنه ماشومان هم وهل او ټکول کیږي.

هغه د دې په ویلو سره چې د زیان منونکو ماشومانو د ملاتړ لپاره بودیجه له ۲۲ میلیون افغانیو، ۵۰ میلیونو افغانیو ته لوړه شوې ده، وویل: “اوس مهال ۴۹۰ وړکتونونه لرو او هر کال له ۲۵ څخه تر ۳۰ زره ماشومانو ملاتړ کوو.”

په همدې حال کې د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنره، راضیه صیاد په دې برنامه کې، د افغانستان د ماشومانو د زیانمننې له لوړې کچې اندیښنه ښيي.

د هغې په وینا، د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون موندنې ښيي چې په تیر کال ې له ۸۵۰۰ تنو مرګ ژوبلو، له دوو زرو ډیر یې ماشومان وو.

میرمن صیاد زیاته کړه: “د پنځو زرو ماشومانو له منځه چې ورسره مرکه شوې ده، له زرو ډیر له فزیکي، رواني او اقتصادي تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.”

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې د یو شمیر پرمختګونو سره سره، افغانستان لا هم د ماشومانو لپاره له بدو هیوادونو شمیرل کیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق استازې، سوزان فرهمن په دې ناسته کې وویل: د جګړې دوام، د نویو زیږیدلیو ماشومانو د مړینې لوړه کچه، د پنځو کلونو وروسته له هرو پنځو زرو ماشومانو د ۶۰ تنو مړینه او له څلور میلیونو ډیر ماشومان چې له زده کړو بې برخې پاتې شوي، زمونږ لپاره یوه هیښتیا او د جدي خطر زنګ دی.

له دې ټولو سره، د حکومت چارواکي د ماشومانو له لورې د شاقه کارونو د مخنیوي او ورته د لوست د زده کړو د زمینې د برابریدو ژمنه سپاري. د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال له لسو زرو ډیر ماشومان په خصوصي او دولتي روزنتونونو کې په ښوونې او روزنې بوخت دي.