1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ماشومانو پر عصبي سیسټم د پنځو خوراکې توکو اغیز

mother and kid preparing healthy food and having fun
08 Apr 2019

د خپلو ماشومانو د آندیز ځواک او حافظې د پیاوړه کیدو لپآره خوراک ته یی پاملرنه وکړئ.

یوشمیر آمریکایی څيړونکي وروسته له ډیرو پلټنو دی پایلي ته رسیدلي،چې ددی پنځو خوراکې توکو خوړل د ماشومانو د هوښیارۍ د ډیریدو لامل ګرځي.

 

څیړونکي وایی چې کبان د ماشومانو لپاره ډیر ګټه ور خواړه دي،او دا خواړه کولای شي د ماشوم د اعصابو سیسټم ځواکمن کړي.

دویم خوراکې توکی کچالو دی، چې د ډیرو آنتي اکسیدان او ویټامینونو د درلودلو له کبله  د اعصابو د فعاله کولو لپآره آندیز ځواک ډیروي.

د چرګ هګې او په تیره بیا د هګۍ ژړ کولای شي د یوه لیږدونکې په توګه په مغزکې د استیل کولین په نوم یوه عصب سره مرسته وکړي، چې دا لیږدونکې د ماشومانو د حافظې د ودي لپاره ډیر ګټه ور دی.

مستې او مڼه ، د ماشوم د مغز د ودي لپاره له مهمو او ګټه ورو خوارکې توکو څخه دي ځکه د پروبیوتیک په لرلو سره د ماشومانو د روحیې د ښه کیدو لپاره ګټه ور دي. همداشان مڼه د کوئرستین په نوم آنتي اکسیدان په لرلو سره کولای شي د ماشوم آند ته وده ورکړي او هوښیاري پکې ډیره کړي.

د لوبیا او عدس په شان حبوبات د ګڼ شمیرامګا ۳ غوړو اسیدونو په لرلو سره په رګونو کې د وینې جوړونې دنده ترسره کوي،او د عصبي سلولونو د پیاوړه کیدو لامل هم ګرځي.

آرزو خبرونه سایټ-وحیده البرهاني