1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د مالیزیا نوي لومړي وزیر لوړه وکړه

مایزیا
01 Mar 2020

د ماهاتیر محمد له استعفا وروسته، محی الدین، نن یوه نۍ ( د مارچ لومړۍ) د نوي لومړي وزیر په توګه، لوړه وکړه.

دا ۷۲ کلن لومری وزیر چې مخکې د مالیزیا د کورنیو چارو وزیر وو، د دې هیواد د پادشاه په وړاندې د  وفادارۍ او لوړې په مراسمو کې ژمنه وکړه چې د لومړي وزیر په توګه خپلې دندې عملي کوي.

 د مالیزیا په مشرۍ کې دا بدلونونه وروسته له یوې اوونۍ ترینګلتیاوو او ناندرو رامنځته شوي دي.

په همدې حال کې، ماهاتیر محمد، د دې ګام په غبرکون کې، د پارلمان د بیړنۍ ناستۍ د جوړیدو غوښتونکی شو چې د لومړي وزیر په توګه د خپل مخکیني ملګري ټاکل کیدو پر وړاندې خنډ جوړ کړي.