نوې کابینې ته د رایې ورکولو بهیر په لومړۍ ورځ، عبدالهادي ارغندیوال، محمد حنیف اتمر او مسعود اندرابي خپلې کاري برنامې ولسي جرګې ته وړاندې کړې.
ولسي جرګې نن (دوه نۍ، لړم۲۶)، د کابینې نوماند وزیرانو ته د رایې ورکولو بهیر پیل کړ.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت نوماند وویل چې د هغه لومړۍ موخه، د افغانستان بهرنی سیاست، په هیواد کې د جړګې پای او د سولې ټینګښت دی. هغه وویل چې په دې برخه کې کار له وړاندې بیل شوی او د افغانستان برنامې د سیمې او نړۍ هیوادونو ته ویل شوي.
حنیف اتمر، په دې وزارت کې د جوړښت ډیروالی او د فساد شتون، د هیواد په ډیپلوماسۍ دستګاه کې جدي ستونزه وبلله او د لمنځه وړلو لپاره یې د هڅو خبر وکړه.
ښاغلي اتمر، همداراز هیښتیا ورکړه چې د ژنیف ناستې وروسته له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دریدو اټکل شتون لري.
له بلې خوا د مالیې وزارت ته نوماند، عبدالهادي ارغندیوال هم د خپلو برنامو د وړاندې کولو پرمهال، په دې وزارت کې له فساد سره په جدي مبارزې ټینګار وکړ.
هغه وویل، چې د جرګې د باور رایې د ترلاسه کولو په صورت کې، په ۲۰۲۵ زیږدیځ کال کې به د افغانستان د عایداتو کچه ۴۰۰ میلیارده افغانیو ته ورسیږي او د هیواد اقتصادي خپلواکي به هم اعلان کړي.
د کورنیو چارو وزارت ته نوماند، مسعود اندرابي هم په دې وزارت کې د راتلونکو کارونو اړوند خپلې برنامې له جرګې سره شریکې کړې.
د جرم او جنایت پر وړاندې د مبارزې د تګلارې پیاوړتیا او پر پولیسو د خلکو باور، دې ناستې ته د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر د کاري برنامو مهم ټکي وو.
له دې ټولو سره، تمه ده چې قانون جوړوونکي د روانې اوونۍ ترپایه د لسو نوماند وزیرانو کاري برنامې واوري او د پنځنۍ په ورځ ورته رایې ورکولو لپاره صندوقونه کیږدي.