1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د مجددي د تلین یادغونډه؛ د تاوتریخوالي د کمیدو له طرحې هرکلی

مجددی
13 Feb 2020

اجرایي مشر او د مخکیني حکومت یو شمیر چارواکو، د صبغت الله مجددي د تلین په لومړنۍ کالیزه کې، د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل په موخه د تاوتریخوالي د کمیدو له طرحې هرکلی وکړ.

د مخکیني ولسمشر او جهادي مشر، صبغت الله مجددي د تلین په لومړنۍ کالیزه کې، نن (پنځنۍ، د سلواغې ۲۴/فبرورۍ ۱۳)، د یو شمیر سیاسیونو او حکومتي چارواکو په ګډون یادغونډه جوړه شوه.

په دې ناسته کې ویناوالو، لوړمی په تیرو دورو کې د مجددي له کړنو یادونه او په هیواد کې د سولې ټینګښت یې د هغه لوی آرمان په ګوته کړ.

ښاغلي عبدالله، د سولې په خبرو اترو کې د پرمختګونو او د تاوتریخوالي د کمیدو له طرحې هرکلی وکړ او دا یې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره لار وبلله.

هغه زیاته کړه: په هیواد کې د جګړې په کمیدو هوکړه شوې او هیله لرو چې دا چاره، د سراسري اوربند او د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره لار هواره کړي. که حتې د یوه وګړي وینه تویه نشي، دا خپله د سولې لپاره ګام دی. له دې طرحې په هیواد کې د تلپاتې سولې لپاره د یوه ګام په توګه هرکلی کوو.

مخکي ولسمشر حامد کرزي هم په دې ناسته کې د سولې په بهیر کې له وروستیو پرمختګونو هرکلی وکړ او ویې ویل: “سولې ته هیله مندي ډیره شوې او هیله لرم چې په رښتیا واوړي.”

له بلې خوا د ملي امنیت د شورا مخکیني سلاکار، محمد حنیف اتمر، په دې ناسته کې د لویې ملي شورا د جوړیدو وړاندیز وکړ چې له طالبانو سره د حکومت د سولې د مرکچي پلاوي لپاره یوه مرجع و اوسي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه: یو ملي مرکچي ټیم جوړ کړو او د سولې لپاره یوه لویه رهبري رامنځته کړو. مونږ د روغې جوړې ملي شورا ته اړتیا لرو چې د سولې لپاره کار وکړي او له طالبانو سره د حکومت مرکچي پلاوي لپاره یوه مرجع هم و اوسي.

هغه همداشان له سیاسیونو وغوښتل چې ټاکنیزې بې اتفاقۍ پریږدي او د سولې اړوند د نظر اتفاق ولري.

د ملي امنیت د شورا مخکیني سلاکار پر دوام وویل: ” هیله لرو، هغه بې اتفاقۍ چې د ټاکنو په پایله کې راغلي، په سوله کې زمونږ مخنیوی ونکړي. ټاکنیزې بې اتفاقۍ باید یوه څنګ ته پریږدو.”

ښاغلی اتمر همداشان له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د جمهوریت نظام د ساتنې غوښتونکی شو.

له بلې خوا، د مخکیني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني، د سولې اړوند د حکومت او سیاسیونو د لیدلوري له توپیره اندیښنه لري او وایي چې د نظر د یووالي پرته، د سولې خبرې به هیڅ ځای ته ونه رسیږي.

ښاغلي قانوني زیاته کړه:” د سولې اړوند د لیدلوریو توپیر شتون لري. دا فکر چې سوله یوازې د حکومت له لورې رامنځته کیږي، ناسم دی. که سیاسیون هم فکر وکړي، سوله د حکومت پرته راتلای شي، ناسمه ده. یوازې د حکومت، سیاسیونو او د طالبانو د غوځښت مثلث کولای شي په افغانستان کې سولې ته رښتینوالی وروبښي.”

د مخکیني ولسمشر مرستیال په خپلو خبرو کې، که څه هم د کوم چا نوم وانخیست، خو د حذف سیاست یې ناسم وباله.

له دې ټولو سره، یو شمیر سیاسیونو څو اوونۍ وړاندې هم د سولې لپاره د برنامو د ترلاس لاندې نیولو خبر ورکړی وو.

فردوس پیرزاد – آرزو نیوز

ژباړن: شمس الرحمن سباوون خپلواک