1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د غني د لوړې مراسمو ځنډیدو لپاره د امریکا غوښتنه

2708F9D8-9D02-4B37-8BD3-3BB36A7851DB_w1200_r1_s
25 Feb 2020

د امریکا متحده ایالاتونو له محمد اشرف غني غوښتي چې د لوړې مراسم چې د روانې اوونۍ پنځه نۍ په ورځ ترسره کیږي، وځنډوي.

رویټرز خبري آژانس د امریکايي سرچینو په حواله لیکلي، واشنګټن له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي، چې خپل د لوړې مراسم وځنډوي؛ له همدې کبله زلمي خلیل زاد په تیره یوه اوونۍ کې هڅه وکړه چي غني او عبدالله  وهڅوي چې د لوړې مراسم پرځای نکړي.

 خو یوه باوري سرچینه وایي، چې غني د امریکا غوښتنه رد او ټینګار يې کړی چې مراسم به پر خپل ټاکلي وخت چې د ۵ شنبې ورځ ده، ترسره کوي.

تیره ورځ په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي هم د افغانستان له سیاسي مشرانو وغوښتل چې په خپلو کې جوړجاړی وکړي.

تمه ده د پیلنۍ په ورځ (کب لسمه/فبرورۍ ۲۹)، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي. هغه هوکړه چې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو لپاره لار هواره او له هیواد څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره زمینه برابره کړي.